د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (۱۹) مسلکي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۲۳
کاریابي، کارموندنه، Hiring

Publish Date

Closing Date

Location

د کندهار ولایت، امنیه قومندانۍ ته مخامخ، احمدشاهي مېنه، لومړۍ کوڅه، د اریانا افغان تفریحي پارک لویدیځ لور ته د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت

د معیار او کیفیت اداره اهل کار ته د کار سپارلو، د سالمې ادارې د رامنځته کولو په اړه د ا.ا امارت د عالي موخو د ترلاسه کولو او د ژمنو او تکړه مسلکي کادرونو د جذب په موخه، خپل(۱۹) مسلکي دریم او څلورم بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي.

د بستونو په اړه معلومات:

  • د بستونو شمېر: ۱۹ بستونه
  • بستونه:  دریم او څلورم

د غوښتنلیک شرایط او کړنلاره:

  • تابعیت: غوښتونکی باید د افغانستان تابعیت ولري.
  • زده کړې:  په اړونده برخه کې لیسانس او یا ماسټر.
  • ژبې:  په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د لیکلو او خبرو کولو وړتیا.
  • موده:  د ۱۴۰۴/۰۹/۲۹ نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۰/۰۹ نېټې پورې (۱۰ کاري ورځې).

د فورمې ترلاسه کولو لارې:

  • په حضوري ډول: د کندهار ولایت، امنیه قومندانۍ ته مخامخ، احمدشاهي مېنه، لومړۍ کوڅه، د اریانا افغان تفریحي پارک لویدیځ لور ته د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت څانګې ته مراجعه وکړئ او له ډکولو وروسته یې بېرته همدې څانګې ته وسپارئ.
  • آنلاین: د معیار او کیفیت ادارې د رسمي وېبپاڼې له لارې www.asqa.gov.af

اړین اسناد:

  • سي وي (CV) یا خلص سوانح.
  • هغه تعلیمي اسناد چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي وي.
  • امارتي کاري تجربه: رسمي خلص سوانح.
  • په خصوصي ادارو/موسسو کې کاري تجربه: د کاري قرارداد کاپي.

د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ او یا د واټساپ له لارې پیغام ولېږئ

0702382606 / 0700496575

Documents

خالی بستونه- بست های خالی
د کارموندنې فورم- فورم کاریابی

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (۱۹) مسلکي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.