د کارموندنې خبرتیا

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۵
کارموندنه- کاریابی- Hiring (2466)

Publish Date

Closing Date

Location

د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست، د تیلو او ګازو ریاست پخوانۍ ودانۍ، د مرکز تانک

د معیار او کیفیت اداره د اهل کار ته د کار سپارلو او د اداري اصلاحاتو د پلي کولو او مسلکي کسانو د جذب په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د عالي موخو د ترلاسه کولو په غرض، د هرات ولایت د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست لخوا ۶ مسلکي بستونه د ازادې سیالۍ په لاره اچوي.

په شرایطو برابر ټولو غوښتونکو ته بلنه ورکول کېږي چې د ۱۶/۰۳/۱۴۰۵ نېټې څخه تر ۲۱/۰۳/۱۴۰۵ لمریز پورې په حضوري توګه د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (د تیلو او ګازو ریاست پخوانۍ ودانۍ، د تانک مرکز) ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورې ترلاسه کړي.

اعلان شوی بست:

  • د برښنایي تجهیزاتو تخنیکر / تکنېشن (څلورم بست)

تحصیلي شرایط:

  • د تحصیلي درجه: لېسانس او یا ماسټر.

ځانګړي شرایط:

  • د انګلیسي ژبې له لوستلو او لیکنې سره پوره بلدتیا درلودل.

د بستونو شمېر: ۶ بستونه

د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ له لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ:

۰۷۰۰۴۱۸۷۰۲ / ۰۷۸۷۲۲۴۲۴۲

Documents

کارموندنې فورم

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

د کارموندنې خبرتیا