د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق الله وزیري د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له مرستیال ښاغلي هدایت الله هدایت سره وکتل

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۵:۳۶
د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق الله وزیري د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له مرستیال ښاغلي هدایت الله هدایت سره وکتل

دا غونډه د خلکو لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې د ښه اړیکو او همغږي رامنځته کولو او د سټنډرډ کولو پروسې د اهمیت په موخه جوړه شوې وه.
د سټنډرډ ملي ادارې ویاند په ټولنه کې د معیاري کولو د بهیر پر اهمیت خبرې وکړې او وویل یې:  په هېواد کې د سټنډرډ کولو د فرهنګ د لوړولو لپاره اړینه ده چې ټول په ګډه کار وکړو.
د افغانستان د ملي راډیو او تلویزیون مرستیال د سټنډرډ ملي ادارې د مطبوعاتو څانګې فعالیتونه وستایل او وویل یې؛ د سټنډرډ ملي اداره او ملي راډیو  ټلویزیون زموږ د ټولو ګډ کور دی او دواړه ادارې د خلکو د خدمت لپاره کار کوي. موږ تاسو سره په هره برخه کې همکاره یو.
د غونډې په پای کې د یو لړ همکاریو تفاهم لیک امضا شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق الله وزیري د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له مرستیال ښاغلي هدایت الله هدایت سره وکتل