د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۲:۱۳
د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی

 د  سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او غالۍ لابراتوار فعال او چمتو دی چې د غالۍ، نساجۍ او چرم په سکتور کې صنعت کارانو، متشبثینو او صادرونکو ته خدمات وړاندې کړي. دغه لابراتوارونه د تخصصي او مسلکي ظرفیت په درلودلو سره چې له نړیوالو معیارونو سره برابر دي، د غالۍ، فایبر، څرمن، کاغذ، ټوکر او نساجۍ په برخو کې د کیفیت ازموینې او کنټرول ترسره کوي.
 د دغه لابراتوار له خوا د سوداګرو، صادرونکو، واردونکو، د نساجۍ فابریکې او د نساجۍ د توکو د تولید د فابریکو او واحدونو لپاره چمتو شوي خدمتونه خورا اغېزمن دي او په نړیواله کچه د افغاني غالیو او د هېواد د نساجۍ صنعت په نړیوال وقار او سوکالۍ کې اضافه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی