د معیار کیفیت او ادارې- د کارموندنې خبرتیا

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۲۹
د معیار او کیفیت ادارې کارموندنه/ اداره معیار و کیفیت

Publish Date

Closing Date

Location

د کارکونکو چارو ریاست د ګمارنې امریت، کابل – جلال اباد لويې لار، صنعتي ښارګوټي، کابل، افغانستان

د اعلان موضوع: د معیار او کیفیت اداره(سټنډرډ ملي ادارې) د (۱۰۴) مسلکي بستونو لپاره سیالۍ ته بلنه.

موخه: د معیار او کیفیت اداره کار اهل ته د کار سپارلو، د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو، د ا.ا امارت د لوړو موخو د تحقق او مسلکي کسانو، ژمن او کارکړې بشري ځواک د جذب په موخه، اوس د دریمې، څلورمې او پنځمې رتبې (۱۰۴) مسلکي بستونه سیالۍ ته اعلانوي.

بستونه:

د بستونو شمېر: ۱۰۴

مسلکي رتبې:  دریمه، څلورمه او پنځمه

ډول:  مسلکي رتبې او معاش

د غوښتنې شرطونه او طرزالعمل:

تابعیت:  غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري.

د غوښتنې موده:  د ۱۴۰۴/۸/۳ نیټې څخه تر ۱۴۰۴/۸/۱۵ نېټې پورې (د ۱۰ کاري ورځو لپاره).

د فورمو د ترلاسه کولو ډول:

حضوري: د کارکونکو چارو ریاست د ګمارنې امریت، چې د کابل – جلال اباد لويې لارې صنعتي ښارګوټي کې موقعیت لري، مراجعه وکړئ.

آنلاین: د معیار او کیفیت اداره رسمي وېبپاڼې له لارې.(‎(www.asqa.gov.af

اړین اسناد :

سي وي (CV) او یا خلص سوانح.

تحصیلي سند چې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت لخوا تایید شوی وي.

د امارتي ادارو کاري سابقه: رسمي خلص سوانح.

په خصوصي ادارو/مؤسسو کې کاري سابقه:  د کاري تړون لیک (قرارداد خط) کاپي.

د اسنادو د لېږلو ډول:

وروسته له دې چې د دندې د غوښتنې فورمه مو ډکه کړه، خپل ټول اسناد په یوه (PDF) فایل کې چې سایز یې له ۵ ام بی څخه زیات نه وي، تنظیم کړئ.

اسناد د اعلان له پای ته رسېدو مخکې لاندې برېښنالیک او یا د واټساپ شمیرې ته ولېږئ:

ایمیل: hrd@asqa.gov.af

واټساپ شمیره: 0775748020

د نور اړین معلومات: که چیرې لا ډیرو معلوماتو ته اړتیا ولرئ، کولای شئ لاندې شمیرو ته زنګ ووهئ یا د واټساپ له لارې پیغام راولېږئ.

0784714410 /0775748020 /0780738230  

Documents

غوښتنلیک فورم - فورم درخواستی
۱۰۴ بست خالی- ۱۰۴ خالی مسلکی بستونه
لایحه وظایف (۱۰۴ بست مسلکی)

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

د معیار کیفیت او ادارې- د کارموندنې خبرتیا