د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا

org_admin
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

د معیار او کیفیت اداره له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غواړي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې د سافټ کاپي په وړیا توګه په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت او یا د ملي تدارکاتو له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

خپل وړاندیزونه دې د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سرپټې بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت چې موقعیت یې د صنعتي ښارګوټي، له نوي سړک څخه تېر، د کابل-جلال‌آباد لویه لاره دی وړاندې کړي. ناوخته رسېدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه ۲۵۰۰۰ پنځه‌ویشت زره افغانۍ دی. د وړاندیز پرانېستلو غونډه به د اعلان د نشر له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۲۷ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د تړون (قرارداد) د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړوندو آزمایښتونونو (د ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۸:۵۱ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د کیفي تایید لیکونو ریاست لپاره د دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ بلنه

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کیفي تاییدلیکونو ریاست د اړتیا وړ دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۴ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره، تدارکاتو آمریت
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې د تشنابونو د ترمیم، له تختې او پي وي سي څخه د پارټیشن جوړونې او د ادارې په انګړ کې د سایه بان جوړولو پروژه

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څلور پوړیزې او د مالي ریاست د ودانۍ د ټولو تشنابونو د اساسي ترمیماتو، د تختو او . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا