د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۹۷) قلمه قرطاسيې توکو تدارک

org_admin
Invitation to Bid

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

📢 د داوطلبۍ خبرتیا

موضوع: د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۹۷) قلمه قرطاسيې توکو تدارک
مرجع: د سټنډرډ ملي اداره

📥 د داوطلبۍ بلنه:
سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (۹۷) قلمه قرطاسيې توکو (مطبوع، غیر مطبوع، د پرنټر او کاپي ماشین رنګونه) د ۱۴۰۴ مالي کال د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي.

💾 د شرطنامې ترلاسه کول:
شرکتونه کولی شي شرطنامه د USB فلش ډسک له لارې، له تدارکاتو آمریت څخه وړیا ترلاسه کړي.

📍 د شرطنامې توزیع او آفرونو د سپارلو ځای:
صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

📅 د آفر سپارلو وروستۍ نېټه:
تر ۱۴۰۴/۲/۳۱ پورې
🕰وخت: د رسمي وخت تر پای پورې
ناوخته رسیدلي او یا انلاین آفرونه نه منل کېږي

💰 د آفر تضمین:
د بانکي تضمین په بڼه، د (۴۳,۵۰۰) افغانیو په اندازه

📦 د آفر سپارلو طریقه:
سربسته بڼه، د شرطنامې، تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې

🔓 د آفر خلاصولو غونډه:
🗓نېټه: ۱۴۰۴/۲/۳۱
🕙 وخت: ۱۰:۰۰ د سهار
🏢 ځای: درېیم منزل، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

🤝 یادونه:
د افغانستان ټولو واجد شرایط شرکتونو ته د ګډون اجازه ده.
اداره حق لري چې یو یا ټول آفرونه رد یا قبول کړي.

📞 د نورو معلوماتو لپاره: لطفاً د تدارکاتو آمریت ته مراجعه وکړئ.

په درنښت
🔖 د تدارکاتو آمریت –د سټنډرډ ملي اداره

Documents

د داوطلبۍ خبرتیا

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۲۷ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د تړون (قرارداد) د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړوندو آزمایښتونونو (د ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۸:۵۱ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د کیفي تایید لیکونو ریاست لپاره د دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ بلنه

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کیفي تاییدلیکونو ریاست د اړتیا وړ دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۴ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره، تدارکاتو آمریت
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې د تشنابونو د ترمیم، له تختې او پي وي سي څخه د پارټیشن جوړونې او د ادارې په انګړ کې د سایه بان جوړولو پروژه

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څلور پوړیزې او د مالي ریاست د ودانۍ د ټولو تشنابونو د اساسي ترمیماتو، د تختو او . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۹۷) قلمه قرطاسيې توکو تدارک