سټنډرډ ملي ادارې لخوا د جلال اباد ښار په پمپ سټیشنونو کې د نفتي توکو د کیفیت د څارنې لړۍ پیل شوه

Moasaq_admin
Sun, Sep 18 2022 2:04 PM
سټنډرډ ملي ادارې لخوا د جلال اباد ښار په پمپ سټیشنونو کې د نفتي توکو د کیفیت د څارنې لړۍ پیل شوه

۱۴۴۴ هـ . ق ۱۸ صفر المظفر

د ننګرهار ولایت ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې ریاست، اقتصاد وزارت، سوداګرۍ خونو او امنیتي ادارو د استازو په شتون کې د  سټنډرډ ملي ادارې په یو شمېر پمپ سټېشنونو کې د نفتي توکو له کیفیت څخه څارنه وکړه.

د څارنې دغه بهیر، چې په جلال اباد ښار کې د نفتي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه په لاره اچول شوی و، د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو ریاست د یو شمېر مسلکي انجینرانو له خوا د دغه ولایت د پمپ سټېشنونو د ګرځنده لابراتوار له لارې له نږدې وڅېړل شول.

د سټنډرډ ملي ادارې رهبري وايي: دوی په هېواد کې د نفتي توکو د کیفیت د ښه والي او څارنې لپاره جدي اقدامات او تصمیمونه نیولي او دا څارنه به په جدي توګه دوام وکړي. دغه راز د دې ادارې رهبري په هېواد کې د نفتي توکو د پلور له ټولو مرکزونو څخه غواړي چې د بې کيفيته نفتي توکو له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني او جدي چلند سره به مخ شي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

سټنډرډ ملي ادارې لخوا د جلال اباد ښار په پمپ سټیشنونو کې د نفتي توکو د کیفیت د څارنې لړۍ پیل شوه