د کابل پوهنتون یو شمیر استادانو او متخصصینو د سټنډرډ ملي ادارې د خوړو له لابراتوار څخه لیدنه وکړه

Moasaq_admin
Sat, Dec 10 2022 11:04 AM
د کابل پوهنتون یو شمیر استادانو او متخصصینو د سټنډرډ ملي ادارې د خوړو له لابراتوار څخه لیدنه وکړه

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي یو شمېر استادانو، دمطابقت ارزونې رئیس محترم مفتي فضل الرحمن منصور، د سټنډرډونو د تدوین او ترویج رئیس محترم دیپلوم انجینر غلام سرور همګام، د پلان او پالیسۍ رئیس محترم رحمت الله ولي هم حضور درلود چې د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د لابراتوارونو اړوند مسوولینو لیدنه وکړه.

دغه ناسته د یاد هوکړه لیک د تطبیق په موخه چې په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ شوې وه، جوړه شوه.

د سټډرډونو د تدوین او ترویج رئیس په سټنډرډ ملي اداره کې د کابل پوهنتون د استادانو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او د دواړو لورو ترمنځ یې پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.

د ترسره شوو کتنو له مخې د کابل پوهنتون استادانو په انسا کې د خوړو  لابراتوار شتون د هېواد په کچه یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او د دغه لابراتوار د ښه والي او فعالولو په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د کابل پوهنتون یو شمیر استادانو او متخصصینو د سټنډرډ ملي ادارې د خوړو له لابراتوار څخه لیدنه وکړه