د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په بازارونو کې د سیخ ګول د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړ

Moasaq_admin
Wed, Jan 04 2023 2:51 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په بازارونو کې د سیخ ګول د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړ

 

 

۱۴۴۴ هـ ق ۹ جمادی الثاني

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په بازارونو کې د سیخانو د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړی دی. اوس مهال دغه پروسه د افغانستان د اوسپنې د استخراج د فابریکو له اتحادیې سره په همغږي د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت ارزونې ریاست د تخنیکي ټیم له خوا په عملي ډول د ښار په ځینو برخو کې په جدي توګه پرمخ وړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه بهير تر دې مخکې په ټول هېواد کې د سيخ ګول او د اوسپنې د وسايلو د توليد د فابريکو په لومړي پړاو کې په برياليتوب سره بشپړ شوى او په دوامدار ډول دوام لري. د  سټنډرډ ملي ادارې رهبري په هېواد کې د اوسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کوي چې د بې کیفیته اوسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره د شفافیت د اصولو په پام کې نیولو سره او د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو په خاطر، په هیواد کې د کیفیت د تضمین یوازینۍ ادارې په توګه، په هیواد کې د ساختماني ډګر د معیاري کولو لپاره پرله پسې او ساعتونه هڅې کوي او پراخ پروګرامونه یې پلي کړي دي.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په بازارونو کې د سیخ ګول د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړ