د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض االله تمیم په مالي چارو کې پر شفافیت او جديت ټینګار وکړ

Moasaq_admin
Sat, Feb 25 2023 10:02 AM
د سټنډرډ ملي  ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض االله تمیم په مالي چارو کې پر شفافیت او جديت ټینګار وکړ

1444هـ 2 شعبان د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې د مرکز او بندرونو د مالي څانګې کارکوونکو ته د روزنیز ورکشاپ د پای په مراسمو کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، د مالي او اداري چارو رئیس مولوي حنیف اخندزاده, د ولایتي چارو رئیس مولوي احمد الغازي او د ولایتي څانګو د مالي برخو مسؤلینو او د اړونده شعباتو مسؤلینو ګډون کړی وو. غوڼده د سپېڅلي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. لومړی د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په دې غونډه کې له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ د چارو د پرمختګ په برخه کې ستونزې شته، خو د ښې همکارۍ، همغږۍ او اړیکو له لارې حل کېدای شي. نوموړي د مرکز او ولايتونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت مهم وباله او په دې برخه کې يې د لا ښه والي لپاره همغږي اړينه وبلله. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې په چارو کې په پوره روڼتیا او اخلاص باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ باید د خپل هېواد د لوړو موخو رسیدلو لپاره په شفافیت باندي ټینګار وکړو او د خپل رب او ولس په وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړو. نوموړي د سټنډرډ ملي ادارې د مرکز او بندرونو مالي مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د لوی الله تعالی درباره څخه ټولو ته د کامیابۍ غوښتنه وکړه

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض االله تمیم په مالي چارو کې پر شفافیت او جديت ټینګار وکړ