په سټنډرډ ملي اداره کې د جلغوزې ملي سټنډر‌ډ په هکله غونډه جوړه شوه

Moasaq_admin
Sat, Feb 25 2023 12:31 PM
په سټنډرډ ملي اداره کې د جلغوزې ملي سټنډر‌ډ په هکله غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي او کرنیزو محصولاتو د معیارونو د لوړولو د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه.په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي او کرنيزو محصولاتو د معيارونو د پراختيا مسوول پوهاند ډاکټر وکيل رحيمي، د کابل پوهنتون د علومو اکاډمۍ د کيميا، بيولوژي او کرنې مرکز مشر څېړنوال محمد ياسين فرهمند او د کرنې وزارت استادانو او اړوندو کارپوهانو برخه اخیستې وه. په پورته غونډه کې د 1402 کاري پلان او د جلغوزیو د معیاري مسودې په اړه هراړخیز بحثونه وشول لکه مشخصات، د تطبیق ساحه، تعریفونه، توضیحات او اړین شرایط او داسې نور.
د 1402 کاري پلان په دوام کې د وارداتو او صادراتو اړین سټنډر‌ډونو  په غونډه کې د ټولو حاضرو غړو په موافقې سره وټاکل شول او په دې پلان کې شامل شول. په نننۍ غونډه کې د جلغوزيو د ملي سټنډرډ په برخه کې لازم تعديلات د غړو له موافقې سره په طرحه کې شامل شول.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د جلغوزې ملي سټنډر‌ډ په هکله غونډه جوړه شوه