د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په واټونو کې د سټنډرډونو د فرهنګ دود کولو په موخه کمپاین پیل کړ.

Moasaq_admin
Sun, Mar 05 2023 12:06 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په واټونو کې د سټنډرډونو د فرهنګ دود کولو په موخه کمپاین پیل کړ.

د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو  د فرهنګ د دود کولو په موخه د کابل ښار په عمومي واټونو کې پر موټرونو د سټنډرډ نښان او شعار په نصبولو کمپاین پیل کړ.
دا کمپاین د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس ښاغلي  مولوي وحید احمد بدري او د ادارې  ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري په حضور کې پيل شو.د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د سټنډرډونو رعایت د ټولنې د ټولو وګړو دیني او ملي مکلفیت وباله او زیاته یې کړه : زموږ د ګرانو هېوادوالو روغتیا او خوندیتوب، د هېواد اقتصادي هوساینه او نړیوالو بازارونو ته د ننوتلو یواځنۍ لاره د سټنډرډونو رعایت کول دي. ټول هیوادونه په نړیوال بازارونو کې د خپلو توکو د ارزښت ورکولو لپاره کوښښ کوي چې خپل  ټول توکي د  سټنډرډونو سره برابر کړي نو پکار ده چې موږ هم د سټنډرډونو په رعایت کولو سره د ټولنې روغتیا او د افغاني محصولاتو ارزښت پر نړیوالو بازارونو کې په پام کې ونیسو.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د کابل ښار په واټونو کې د سټنډرډونو د فرهنګ دود کولو په موخه کمپاین پیل کړ.