د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی.

Moasaq_admin
Tue, Jun 20 2023 9:15 AM
د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی.

 د  سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او غالۍ لابراتوار فعال او چمتو دی چې د غالۍ، نساجۍ او چرم په سکتور کې صنعت کارانو، متشبثینو او صادرونکو ته خدمات وړاندې کړي. دغه لابراتوارونه د تخصصي او مسلکي ظرفیت په درلودلو سره چې له نړیوالو معیارونو سره برابر دي، د غالۍ، فایبر، څرمن، کاغذ، ټوکر او نساجۍ په برخو کې د کیفیت ازموینې او کنټرول ترسره کوي.
 د دغه لابراتوار له خوا د سوداګرو، صادرونکو، واردونکو، د نساجۍ فابریکې او د نساجۍ د توکو د تولید د فابریکو او واحدونو لپاره چمتو شوي خدمتونه خورا اغېزمن دي او په نړیواله کچه د افغاني غالیو او د هېواد د نساجۍ صنعت په نړیوال وقار او سوکالۍ کې اضافه کوي.

دا مهال د  سټنډرډ ملي ادارې له خوا ٢٢ سټنډرډونه په یاده شوې برخه کې تالیف شوي، چې د دغه لابراتوار له لارې د پلي کېدو په حال کې دي او سږ کال بېلابېل نمونې لکه پنبه، پنبه ټوکر، جامې، پاراشوټ او په لسګونو نور توکي د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ترتیب شوي دي. 
دغه راز په راتلونکي کې هم د نورو لابراتوارونو د وسایلو او متخصصو کارکوونکو په لرلو سره د ټوکر د نورو ډولونو د ازموینو لپاره چمتووالی نیول شوی دی. د کیفیت د ملي زیربنا, پیاوړتیا، د پیرودونکو لپاره د خدماتو عرضه کول، د متشبثینو لپاره د اسانتیا رامنځته کول، د ملي اقتصاد وده او د ملي عوایدو زیاتوالی د سټنډرډ ملیی ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د غالیو او نساجۍ په برخه کې د فعالو لابراتوارونو په درلودلو سره دغه صنعت ته لا زیات پرمختګ ورکړی.