په سټنډرډ ملي اداره کې د ساختماني صنعت ودې او پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
Mon, Jun 26 2023 9:02 AM
په سټنډرډ ملي اداره کې د ساختماني صنعت ودې او پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د اداري او مالي چارو معین مولوي عطاء الله فرید، د اداري دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، او اړوندو شعباتو رئیسانو برخه اخیستې وه. 
د غونډې په سر د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ټولو ته ښه راغلاست وویل او د ساختماني توکو صنعت د ودې او پراختیا په ارزښت هر اړخیزه خبرې اترې ترسره کړې.
د دې غونډې موخه چې په هېواد کې د ساختماني صنعت وده او پراختیا وه، د ترمیم په برخه کې د انرژۍ د سپما او په ودانیو کې د انرژۍ د ضایع کېدو د مخنیوي په اړه بحث او د نظرونه تبادله شول.
د غونډې په دوام کې د ودانیو د تودولو ټکنالوژۍ استاد ډاکټر انجینر محمد عمر تیموري چې په انلاین ناسته کې یې حضور درلود، د یادې ستونزې په اړه خپل نظریات او د حل لارې چارې د پریزنټیشن په بڼه وړاندې کړې او ژمنه یې وکړه چې د ملي سټنډرډ دفتر سره همکاري کوي.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د ساختماني صنعت ودې او پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه.