د سټنډرډ ملي ادارې د کندز ولایت په شیرخان بندر کې د یوه ساختماني لابراتوار څخه نظارت ترسره کړ
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له لارښوونې سره سم د دې ادارې تخنیکي ټیم چې د اړوندو څانګو مسوولین په کې شامل وو، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته ولاړ. ياد شوي ټيم په شيرخان بندر کې د ګرين امازون ساختماني لابراتوار له وسايلو څخه ليدنه وکړه او د کار څرنګوالي يې وڅېړل.
د ستندرد ملي اداره په هېواد کې د ساختماني چارو د معیاري کولو په برخه کې پرله پسې هڅه کوي چې ګرانو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د کیفیت کچه لوړه کړي.
