د سټنډرډ ملي ادارې او د هېواد د بطریو د تولید اتحادیې ترمنځ غونډه وشوه

Moasaq_admin
Mon, Aug 21 2023 9:50 AM
د سټنډرډ ملي ادارې او د هېواد د بطریو د تولید اتحادیې ترمنځ غونډه وشوه

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د بطریو تولیداتو اتحادیې ترمنځ غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم مولوي محمد اصف قانت،مالي او اداري مرستیال مولوي عطاء الله فرید او د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن په ګډون جوړه شوه. 
الحاج ملا فیض الله تمیم عمومي رئیس وویل، د سټنډرډ  ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د غونډې په سر کې فابریکو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې خپل تولیدات به د هېواد له ملي معیارونو سره سم تولیدوي او د سټنډرډ ملي ادارې له لورې یې د خپلو تولیداتو د معیاري کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې ډېر ژر به د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د بطریو د تولید له فابریکو څخه د څارنې بهیر پیل شي.
غونډه د سټنډرډ ملي ادارې مالي مرستیال مولوي عطاء الله فرید د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د هېواد د بطریو د تولید اتحادیې ترمنځ غونډه وشوه