د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ نوی رئیس معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه

Moasaq_admin
Sat, Sep 16 2023 2:34 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ نوی رئیس معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه

د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم له مخې محترم مولوي محمد حنیف مصباح په رسمي ډول د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. په دغه معرفت غونډه کې د  سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، د اړونده شعباتو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال وویل؛ بدلون او تغییر د چارو د ښه پرمخ بیولو په برخه کې یو مهم او مناسب اصل دی او په چارو کې د لازمو سمونونو او اصلاحاتو راوستل یوه مهمه او اساسي اړتیا ګڼل کیږي.
ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د ریاست الوزرا محترم مقام حکم ولوست او مولوي مصباح ته یې د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه. مراسم د مفتي محمد حامد په دعا سره پای ته ورسیدل.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ نوی رئیس معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه