په سټنډرډ ملي ادارې کې د پلاستیک او کیمیاوي سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه

ihsan_admin
Mon, Jul 01 2024 12:48 PM
په سټنډرډ ملي ادارې کې د پلاستیک او کیمیاوي سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د پلاستیک او کیمیاوي سټنډرډونو اړوند د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخینکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې د ASTM مایع کلورین په ځانګړتیاوو او د گلایسیل استیک اسید د ځانګړتیاوو په سټنډرډ او ورته موضوعاتو ددې کمیټې د غړو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

کلورین یو تر ټولو زیات کاریدونکی عنصر دی چې د معدني او فاضله اوبو په تصفیه، د پلاستیک په تولید، په نفتي توکو او نورو کې ډېر کارول کیږي. استیک اسید هم د باکتریا ضد خاصیت لري او د عفوني ضد صنعت کې ډېر کارول کیږي. دا ماده د خامو توکو په توګه د عضوي یا معدني مالګو په تولید، خوراکي توکو او همدارنګه په کرنه کې د واښه مړو کوونکو په توګه کارول کیږي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي ادارې کې د پلاستیک او کیمیاوي سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه