د فلزي محصولاتو د سټنډرډونو اړوند روزنیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

ihsan_admin
Sun, Jul 28 2024 9:37 AM
د فلزي محصولاتو د سټنډرډونو اړوند روزنیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

پدې روزنیزه برنامې کې چې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي مشر الحاج ملا فیض الله (تمیم)، ددې ادارې عمومي سلاکار محمد طارق (صافي)، رئیسانو او د مرکز او بندرونو کارکوونکو ګډون درلود. 
برنامه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل شوه.
په پیل کې الحاج ملا فیض الله (تمیم) د دا ډول برنامو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «زموږ په لومړیتوبونو کې د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول دي، موږ په ټول توان سره له هغو برنامو څخه چې د همکارانو مسلکي پوهه او مهارتونو ته وده ورکوي، ملاتړ کوو. 
وروسته ددې ادارې عمومي سلاکار محترم محمد طارق (صافي) ددې برنامې د اهمیت اړوند هر اړخیزه وینا وکړه او د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو ترمنځ یې په همغږي او همکاري تاکید وکړ. 
همدارنګه د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړونې امر انجنیر عنایت الله (یما) یو هر اړخیز پرزینتیشن د فلزي محصولاتو او د ازمایښت لارو اړوند یې وړاندې کړ. 
دا برنامه چې دوه ورځې یې دوام درلوده، د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت برخې د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د ودې لپاره ډېره ګټوره وه.
 

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د فلزي محصولاتو د سټنډرډونو اړوند روزنیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه