د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

org_admin
Thu, Sep 25 2025 10:29 AM
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان کولای شي اړوند شرطنامه (شرطنامې فایل) په وړیا ډول د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه په فلش ډیسک کې یا د ملي تدارکاتو له ویب‌سایت څخه ترلاسه کړي.

وړاندیزونه (آفرونه) باید د اعلان له نېټې وروسته د ۲۱ تقویمي ورځو دننه، د شرطنامې د شرایطو مطابق، په تړلي بڼه د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل-جلال آباد لویې لارې، صنعتي ښارګوټي، نوي سړک ته څېرمه موقعیت لري، وسپارل شي. ناوخته رسېدلي او انټرنټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین باید د بانکي تضمین په ډول وي، چې ارزښت یې (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره افغانۍ دی.

د وړاندیز پرانستلو غونډه د اعلان له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت (دریم پوړ) کې ترسره کېږي.

Documents

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان