د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

org_admin
Wed, Oct 22 2025 10:15 AM
د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

پدې تخصصي ناسته کې د داخلي معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوند هیئت رئیس او فني غړو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو په اوبو او د مینځلو په محلولونو کې د حل شوو جامدو توکو(TDS)  ټولیز مقدار د ټاکلو د معیار په مسودې هر اړخیز او رغنده بحث وکړ او خپل مسلکي نظریات یې د یاد معیار د ښه والي او پراختیا لپاره شریک کړل.

د معیار او کیفیت اداره تل هڅه کوي چې د علمي معیارونو له تدوین سره، د ټولنې د روغتیا تأمین، د چاپېریال ساتنه او د هیواد دوامدار پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه