د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۴) قلمه کمپیوټرونو او کمپیوټري وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

org_admin
Tander- تدارکات- خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري د "۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۴) قلمه کمپیوټرونو او کمپیوټري وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې" تړون د الټرا کور ټیکنالوژۍ له محترم شرکت سره چې د (۹۴۷۴۴) نمبر جواز لرونکی او د افغانستان د کابل مرکز، لسمه ناحیه، قلعه فتح الله اووم سړک، جوهر پلازا ته څېرمه موقعیت لري، په ټولیز قیمت (6,446,750) شپږ میلیونه څلور سوه شپږ څلوېښت زره او اووه سوه او پنځوس افغانۍ  ورکړي.

 

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه له خپلو دلایلو سره یوځای د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل جلال اباد د لویې لارې په نوي سړک، د صنعتي پارکونو په ساحه کې پخواني افسوتر ریاست ته نا رسېدلي موقعیت لري، وړاندې کړي.

 

دا اطلاعیه د تړون د عقد کولو په مانا نه ده او د یادې مودې تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشړېدو پورې به تړون منعقد نشي.

More tenders

Mon, Aug 03 2026 3:54 PM Industrial Park – Past the new road – Kabul–Jalalabad Highway, Procurement Directorate, Standard and Quality Authority
Background image

Notice of Intent to Award Contract

Notice is hereby given to all natural and legal entities that the Standard and Quality Authority (ASQA) intends to award the contract for the "Major Maintenance and Renovation of All . . .

Mon, Aug 03 2026 3:25 PM Industrial Park – Past the new road – Kabul–Jalalabad Highway, Procurement Directorate, Standard and Quality Authority
Background image

Notice of Intent to Award Contract

Notice is hereby given to all natural and legal entities that the Standard and Quality Authority (ASQA) intends to award the contract for the "Procurement of Laboratory Equipment and . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۴) قلمه کمپیوټرونو او کمپیوټري وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا