د حقوقي مټرولوژۍ اړوند زده کړیز پروګرام

admin_omid
Wed, Jun 26 2019 9:41 AM
د حقوقي مټرولوژۍ اړوند زده کړیز پروګرام

د (۱۳۹۸/ چنګاښ/۳) نېټه د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال او د اړوندو ریاستونو او امریتونو په موجودیت سره د دې ادارې په زده کړیز مرکز کې د حقوقي مټرولوژۍ په برخه کې د مقراراتو او قوانیونو د پرمختیا لپاره د تخنیکي تګلارو او مېتودونو په اړه زده کړیز پروګرام ونیول شو.

په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د مټرولوژۍ څانګې له لوري پرېزنټېشن وړاندې شو چې دوی یې ښه راغلاست وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته هم قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

حقوقي مټرولوژي د مټرولوژۍ هغه برخه ده چې په کې قانوني اړتیاوې، د اندازه ګیرۍ وسایلو ازمېیښت او کنټرول او په دې پورې اړوند فعالیتونه، له وسایلو څخه څارنه او د اندازه ګیرۍ وسایلو په تعقیب پورې اړوند فعالیتونه او محصولات د واحداتو په نړیوال سېسټم (مټریک سېسټم) سره د موجوده سټنډرډونو او مقرراتو په اساس ترسره کېږي.

مټرولوژي هغه علم دی چې د ورځني ژوند په هوساینه کې خوارا مهم رول لري. له همدې امله د سټنډرډ ملي ادارې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د انسا ادارې د مټرولوژۍ او د سټنډرډونو د تدوین د کیفیت مدیریت له څانګو څخه دوه کارکوونکي د حقوقي مټرولوژۍ په برخه کې د قوانینو او مقراراتو د پرمختیا لپاره د تخنیکي تګلارو او مېتودونو په هدف د سارک هېوادونو (SAARC- PTB) پي ټي بي ورکشاپ لپاره د بوتان هېواد ته ستانه شول او خپلې لاسته راوړنې یې د دې غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

 

 

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د حقوقي مټرولوژۍ اړوند زده کړیز پروګرام