د ازبکستان د سټنډرډ ادارې څخه د مطابقت ارزونې د رییس لیدنه

admin_omid
Wed, Jul 17 2019 8:48 AM
د ازبکستان د سټنډرډ ادارې څخه د مطابقت ارزونې د رییس لیدنه

د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت ارزونې رییس ښاغلي احسان الله حیات او د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) مسوول نورحبیب وردګ د روان کال د چنګاښ په ۲۴ نېټه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د ازبکستان له سټنډرډ ادارې څخه لیدنه کړه. په یاده لیدنه کې چې د ازبکستان د سټنډرډ ادارې له لومړي مرستیال ښاغلي کتکساجایوف جاولون او د یادې ادارې د نړیوالو همکاریو له مشر ښاغلي عارف بایوف عبدالله سره تر سره شوه، د دواړو ادارو تر منځ د مطابقت ارزونې د پروسو په اړوند د متقابلې پېژندګلوۍ د تړون په اړه خبرې اترې وشوې، تر څو په نږدې راتلونکي کې یاد تړون د یادو ادارو د عمومي رییسانو تر منځ لاسلیک شي.
همدارنګه یاد پلاوي د ازبکستان د سټنډرډ ادارې د ځينو لابراتوارونو څخه هم لیدنه وکړه، تر څو د یادو لابراتوارونو ادارې او تخنیکي فعالیتونه له نږدې څخه وګوري او د هغوی د اعتبار ورکونې یا Accreditation د تصدیق پاڼو په اړه معلومات تر لاسه کړي، کوم چې د تړون د مسودې یوه له بسټیزو برخو څخه ده.

 

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د ازبکستان د سټنډرډ ادارې څخه د مطابقت ارزونې د رییس لیدنه