د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټوټ کلنۍ عمومي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
Sun, Nov 10 2019 1:14 PM
د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټوټ کلنۍ عمومي غونډه ترسره شوه.

د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټوټ کلنۍ عمومي غونډه ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي او ورسره مل پلاوي د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ د انسټیټوټ یا(SMIIC) په څوارلسمه کلنۍ عمومي غونډه کې چې د سعودي عربستان هېواد د مکې مکرمې په ښار کې د روان کال د لړم میاشتې په(۱۴)نېټه ترسره شوه، برخه واخیسته. په یاده غونډه کې لومړۍ د سټنډرډ جوړونې د مدیریت، د مطابقت ارزونې او د باور ورکولو شورا ګانو مشرانو خپل کلني راپورونه وړاندې کړل. د دې ترڅنګ د تېر مالي کال د تفتیش راپور هم ومنل شو او د راتلونکي کال لپاره د غړو هېوادونو له خوا د یاد انسټیټوټ کلنۍ بودجه منظور شوه. په پای کې د (SMIIC) د پنځلسمې کلنۍ عمومي غونډې د تر سره کېدلو ځای د عربستان هېواد د مدینې منورې ښار وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې د سټنډرډ ملي ادارې پلاوي د دغه سفر په لړ کې د عمرې حج مراسم هم ادا کړل.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټوټ کلنۍ عمومي غونډه ترسره شوه.