د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د ودې لپاره د مشارکت ملي نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.

Moasaq_admin
Sat, Dec 28 2019 12:25 PM
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د ودې لپاره د مشارکت ملي نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.

شنبه ۱۳۹۸/سلواغه/۷

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال او سرپرست خواجه جاوید صدیقي او د دغې ادارې د د سټنډرډونو د تدوین رییس غلام سرور همګام پرون جمعه ورځ د ودې لپاره د مشارکت په ملي نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دغه کنفرانس کې ښاغلي صدیقي د انسا ادارې پر موخو بحث وکړ او ویې ویل چې دغه اداره په خپل ټول توان هڅه کوي، څو داخلي تولیدات او واردات تر خپل اغېز لاندې راولي او پر معیارونو برابر خدمات وړاندې کړي. د نوموړي په وینا هغه کمپنۍ چې غواړي تولیدات یې معیاري وي او په بازار کې ښه وځلېږي، دوی ورسره همکاري کوي.

د دې ترڅنګ د سټنډرډونو د تدوین رییس غلام سرور همګام د دغې ادارې اړوند پر ټاکلو موخو، خدمتونو او لاسته راوړنو بشپړ پرېزنټېشن وړاندې کړ.

یاد کنفرانس تېره جمعه ورځ په کابل سرینا هوټل کې په داسې حال کې ترسره شو چې په ورته وخت کې د مرغومې میاشتې له څلورمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې د( عالي دي، افغاني دي) تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون هم وړاندې شو.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د ودې لپاره د مشارکت ملي نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.