د سټنډرډ ملي اداره ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته په کتو خپل فعالیتونه ترسره کوي.

Moasaq_admin
Tue, Apr 21 2020 5:40 PM
د سټنډرډ ملي اداره ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته په کتو خپل فعالیتونه ترسره کوي.

پنجشنبه
۱۳۹۹/وری/۲۸
د سټنډرډ ملي اداره د روغتیا نړیوال سازمان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو او د خپلو کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب ته په پام خپل فعالیتونه ترسره کوي. د دغې ادارې د مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي په وینا چې نه یواځې مرکزي اداره، بلکې د ولایتونو نمایندګۍ هم د قرنطین په دوره کې د روغتیا وزارت ټولو لارښوونو ته په پام له وقفې پرته خپل فعالیتونه ترسره کوي.
دغه راز د حیرتانو بندر او نورو نمایندګیو کې هم ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته جدي پاملرنه شوې ده او د مراجیعینو د اسنادو د مرحلو د طی کولو په موخه یې ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده چې روغتیایي سپارښتنې په کې تطبیق شوې دي.
مالي او اداري مرستیال ښاغلي جلالزي د ټولو ولایتونو له نمایندګیو څخه غوښتنه وکړه چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه دې د عامې روغتیا وزارت ټولې لارښوونې تطبیق کړي او خپلو کارکوونکو ته دې روغتیایي اسانتیاوې برابرې او د خوندیتوب په توکو او جامو دې یې مجهز کړي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي اداره ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته په کتو خپل فعالیتونه ترسره کوي.