د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له سټنډرډ ملي ادارې سره د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

Moasaq_admin
Tue, Jul 14 2020 8:29 AM
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له سټنډرډ ملي ادارې سره د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

پنجشنبه
۱۳۹۹/چنګاښ/۱۹
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولیت سکټور اړوند له سټنډرډ ملي ادارې سره د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک له مخې به د ښارجوړونې له وزارت او ښاروالیو سره د تاسیساتو او ودانیو په جوړولو کې د معلولینو لپاره د لاس رسي وړ سټنډرډونه شریک کېږي. دغه راز په ښوونځیو کې د معلولیت لرونکو زده کوونکو د لاس رسي وړ سټنډرډونه به طرح او طی مراحل کېږي، تر دې چې د ملي سټنډرډونو په ډول تصویب شي. له هوکړه لیک سره سم له اړونده ادارو سره په همغږۍ د سړک او پلي تګ لارو د جوړولو په چارو کې د ړندو لارویانو لپاره د ځانګړو سټنډرډونو طرح کول شامل دي.
د دغه هوکړه لیک په اساس به د اړتیا پر بنسټ د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمېټې د کاري ناستو د تنظیم کمېټه ایجادېږي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له سټنډرډ ملي ادارې سره د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.