د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
Tue, Dec 29 2020 8:48 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

۱۳۹۹/مرغومی/۶

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ ترسره شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او یو شمېر نورو کارکوونکو په کې برخه درلوده.

په پیل کې ښاغلي احمدزي د کیفیت او سټنډرډونو د تطبیق پر اغېز خبرې وکړې او په وینا یې د کیفیت او سټنډرډ موضوع یو مهم او حیاتي بحث دی چې د خلکو په ژوند کې د پام وړ رول لري او پر دې بنسټ دې د ادارې کارکوونکي خپلو مهمو دندو ته په کتو خپلو چارو ته ځیر وګوري او جدي یې وګڼي چې په دې برخه کې تخنیکي څانګې باید له پوره دقت ګټه واخلي.

د دې ترڅنګ د پلان او پالیسۍ رییس د ټولو ریاستونو او امریتونو د کال د وروستۍ ربع راپورونه د پرېزنټشن په شکل وړاندې کړل چې اړوندو برخو د چارو د اجرا او نا اجرا څرنګوالي ته په کتو خپل نظرونه وړاندې کړل.

په پای کې ښاغلي احمدزي د اړوندو برخو له هڅو څخه په مننې د چارو د لا سمون په موخه اړینې لارښوونې وکړې او په کارونو کې د لا زیاتې چټکیا غوښتونکی شو.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.