د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
Sun, Jan 10 2021 8:40 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه.

شنبه

۱۳۹۹/مرغومی/۲۰

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس ښاغلي عزیز احمدزي په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د دې ادارې مرستیال، سلاکارانو، رییسانو او د دې ادارې اړونده مسوولینو ګډون درلود.

په غونډه کې ښاغلي احمدزي د چارو په انسجام او همغږئ ټینګار وکړ او ترڅنګ یې د دې ادارې یو شمېر لومړیتوبونه واضیح کړل. نوموړي په اداره کې د ننه د چارو د لا غوراوي په موخه کارکوونکو ته د دوی د مکلفیتونو د ښه تعقیب او درک سپارښتنه وکړه. هغه د تصدیق پاڼو (سرټیفکشن) د وېش، د مټرولوژۍ او نورو مهمو مواردو د طرزالعمل پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ. ښاغلي احمدزي په دې برخه کې د اړونده مسوولینو د چارو د پرمختګ د څرنګوالي راپورونه او نظرونه واورېدل.

د غونډې پر مهال مالي او اداري مرستیال هم خبرې وکړې او اړونده مسوولینو د تېرې یوې اونۍ د فعالیتونو راپور وړاندې کړل. دغه راز د غونډې ګډونوالو په روانه اونۍ کې له رهبرۍ پلاوي څخه د چارو د لا غوراوي په موخه یو شمېر سپارښتنې او نظرونه هم ترلاسه کړل.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه.