د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس په مشرۍ جوړه شوه.

Moasaq_admin
Tue, Jun 15 2021 1:17 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس په مشرۍ جوړه شوه.

شنبه

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ او د اړونده برخو رییسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

ښاغلي زیارمل په پیل کې د کرونا ناروغۍ د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنو او د واکسینو په کولو ټینګار وکړ او د ادارې په بېلا بېلو برخو کې د جدي تدابیرو د نیولو غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د مټرولوژۍ انسټیټوټ د ایجاد په موخه اړوندې برخې ته د یوې کلي طرحې د جوړولو دنده وسپارله.

د دې ترڅنګ په غونډه کې د افغانستان د قېمتي ډبرو د ازمېیښت او د کیفیت د تصدیق په موخه د سټنډرډ لابراټوار د ایجاد پر طرحه او د انسا ادارې په لسو لومړیتوبونو او په یو شمېر نورو مهمو برخو بحث ترسره شو.

د غونډې په اوږدو کې اړونده برخو د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ چې د ښاغلي زیارمل له لوري یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ترلاسه کړې.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس په مشرۍ جوړه شوه.