د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس به د منځنۍ اسیا هېوادونو اقتصادي لید ناسته Camca  کې ګډون وکړي.

Moasaq_admin
Sun, Jun 27 2021 9:55 AM
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس به د منځنۍ اسیا هېوادونو اقتصادي لید ناسته Camca  کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ذبیح الله زیارمل د منځنۍ اسیا هېوادونو په (Camca) ناسته کې چې د روان زېږدیز کال د جون میاشتې له (۲۱ـ۲۵) نېټه په انلاین بڼه ترسره کېږي، ګډون وکړي. ښاغلی زیارمل د (Camca) غړي په توګه د ناستې د چلولو مسوولیت په غاړه لري.

(Camca) یوه غیر سیاسي شبکه ده چې د سیمییزې مجمع د کوربه په توګه په مرکزي اسیا په ځانګړې توګه د غړو هېوادونو (مغولستان، قفقاز، افغانستان) د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې کار کوي. د دې ناستې غړي او ګډون کوونکي نړیوال رهبران، څېړونکي، متخصصین، د خصوصي سکټور مدیران او مدني فعالان دي چې نوي فکرونه، پوهه، تخصص، تجربې او افکار له یو او بل سره شریکوي. د سیمې د رهبرانو دغه نوی نسل د ازاد بازار اقتصادي سېسټمونو، غوره رهبرۍ، د قانون حاکمیت او د انسان بنسټیزې ازادۍ ته ارزښت ورکوي او پر ګډو پروژ د فعالیت له لارې د سیمې له ودې او پرمختګ سره د همکارۍ په اساس مرسته کوي.

Documents

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس به د منځنۍ اسیا هېوادونو اقتصادي لید ناسته Camca  کې ګډون وکړي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس به د منځنۍ اسیا هېوادونو اقتصادي لید ناسته Camca  کې ګډون وکړي.