د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

Moasaq_admin
Tue, Jul 06 2021 11:41 AM
د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.

 

د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال خانجان الکوزي د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل سره وکتل. دغه لیدنه چې په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه، د کندهار ولایت د پانګونې او سوداګرۍ خونې رییس او یو شمېر سوداګرو هم په کې برخه درلوده.

خانجان الکوزي د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په توګه د ښاغلي زیارمل په ټاکل کېدلو سره نوموړي ته مبارکي ورکړه او په چارو کې یې ورته بریا وغوښته. الکوزي د حکومت له باور او د خصوصي سکټور څخه د ښاغلي زیارمل په ټاکنه کې د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه او نوموړی یې د خصوصي سکټور او حکومت تر منځ ارتباطي پل یاد کړ.

د ناستې په اوږدو کې د خصوصي سکټور پر ستونزو او په هېواد کې پر سوداګر او پانګونه بحث وشو او په دې برخه کې بېلا بېلې حل لارې وړاندې شوې.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.