د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت د غیر مالیاتي عوایدو رییس لیدنه.

Moasaq_admin
Sat, Jul 10 2021 11:47 AM
د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت د غیر مالیاتي عوایدو رییس لیدنه.

د ا.ا.ج د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت د غیر مالیاتي عوایدو رییس امان الله امین د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل، مالي او اداري عمومي رییس وحید نوري او مالي او اداري رییس حکمت الله الکوزي سره وکتل. په دغه لیدنه کې چې د انسا ادارې د لوی رییس په کاري دفتر کې ترسره شوه، د سټنډرډ ملي ادارې د عوایدو د زیاتوالي پر طرحې هر اړخیز بحث وشو.

په دغه ناست کې د عوایدو راټولولو د سېسټم پر ایجاد، د انسا ادارې د عوایدو راټولولو د مرکزي کولو پر طرحه، همدارنګه د دې ادارې د موجودو او تازه عایداتي سرچینو د څېړنې په تړاو نظرونه وړاندې شول. د ناستې په پای کې ښاغلي امین او همکارانو یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت د غیر مالیاتي عوایدو رییس لیدنه.