ټاکل شوې د سټنډرډ ملي ادارې د ډیجیټل چارو لړۍ په ازمایښتي ډول پیل شي.

Moasaq_admin
Thu, Aug 05 2021 8:33 AM
ټاکل شوې د سټنډرډ ملي ادارې د ډیجیټل چارو لړۍ په ازمایښتي ډول پیل شي.

 12 زمری 1400

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او فانټم عملیاتي شرکت ترمنځ د اداري چارو د ډیجيټل کولو په موخه ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل، د فانټم نړیوال شرکت مشر او د دواړو لورو تخنیکي کارکوونکو برخه لرله.

ښاغلي زیارمل د ادارې د ډیجیټل چارو پر ارزښت هر اړخیزه خبرې وکړې او په هېواد کې د برښنایي حکومتولۍ په برخه کې یې د ولسمشر صریح لارښوونې ته اشاره وکړه. نوموړي دغه راز په تخنیکي، مالي، د عوایدو راټولولو، له بندرونو سره د مرکز نښلول، کیفي تصدیق لیکونو پروسه او په ځانګړې توګه د ډیجټل سرټیفیکټ په برخو کې د انسا ادارې د چارو الکټرونیکي کولو په اړه خپلې طرحې وړاندې کړل.

د فانټوم عملیلتي شرکت رهبرۍ د چارو د ډیجیټل کولو په تړاو مننه وکړه او د انسا ادارې د یو شمېر څانګو په برخه کې یې په ازمایښتي توګه د کار د پیل خبر ورکړ.

دغه شرکت چې یو نړیوال شرکت دی، په نړیواله کچه د ډیجیټل چارو په برخه کې چوپړتیاو وړاندې کوي او په افغانستان کې هم له بېلا بېلو ادارو سره د چار ډیجیټل کولو پروژې ډیزاین او پلې کوي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

ټاکل شوې د سټنډرډ ملي ادارې د ډیجیټل چارو لړۍ په ازمایښتي ډول پیل شي.