افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د معیار او کیفیت ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي عطاءالله فرید، د دې ادارې د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت اقتصادي استازی محمد علي رحیمیان او د دواړو لورو یو شمېر مسؤلینو هم ګډون درلود.
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه: د صادراتو او وارداتو معیاري کول د معیار او کیفیت ادارې له اساسي مسؤلیتونو څخه دي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د معیارونو رعایتول نه یوازې د توکو د کیفیت لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د خلکو د روغتیا، حقونو او عامه ګټو په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.
په دوام یې، د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړیکو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: افغانستان او ایران دوه مسلمان، ګاونډي او ورونه هېوادونه دي چې په خپلو کې پراخې سوداګریزې اړیکې لري. د ایران اسلامي جمهوریت د سټنډرډ اداره پوره چمتووالی لري ترڅو د معیارونو او معیارجوړونې اړوند او د تخنیکي تجربو د لېږد په برخه کې د افغانستان د معیار او کیفیت له ادارې سره همکاري وکړي. نوموړي د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ته ایران هېواد ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، څو د یاد هېواد د سټنډرډ ادارې او اړوندو برخو څخه لیدنه وکړي.
په پای کې، دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګښت په موخه د رغنده تعاملاتو پر دوام، د تخصصي همکاریو پر پراختیا او د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ.
دا لیدنه د دوستانه اړیکو د ټینګښت، د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي مناسباتو د پراخوالي په لاره کې یو اغېزمن ګام ګڼل کېږي او د معیار جوړونې، د کیفیت د لوړولو او د معیاري سوداګرۍ د ملاتړ په برخه کې د ګډو پروګرامونو د پلي کولو لپاره زمینه برابروي.
