د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا

org_admin
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

د معیار او کیفیت اداره له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غواړي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې د سافټ کاپي په وړیا توګه په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت او یا د ملي تدارکاتو له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

خپل وړاندیزونه دې د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سرپټې بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت چې موقعیت یې د صنعتي ښارګوټي، له نوي سړک څخه تېر، د کابل-جلال‌آباد لویه لاره دی وړاندې کړي. ناوخته رسېدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه ۲۵۰۰۰ پنځه‌ویشت زره افغانۍ دی. د وړاندیز پرانېستلو غونډه به د اعلان د نشر له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۳ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا

د معیار او کیفیت اداره ټولو پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه اوبلن (مایع) ګازو د تدارک او چمتو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۳ واقع سرک نو شاهراه کابل جلال آباد ساحه پارک های صنعتی نا رسیده به ریاست سابقه افسوتر کابل
Background image

د قرارداد د ورکړې پرېکړې د خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې دننه د سیوري جوړولو (سایه‌بان)، له لرګینو او پی وي سي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کابل ولایت د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د لابراتواري وسایلو د چمتو کولو . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا