د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د اړتیا وړ توکو پروژه

org_admin
Tander- تدارکات- خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت ادارې، تدارکاتو آمریت

د معیار او کیفیت اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د اړتیا وړ توکو د تدارک په پروسه کې ګډون وکړي.

د شرطنامې ترلاسه کول: دواطلبان کولای شي اړونده شرطنامه په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه په وړیا ډول ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو سپارل: خپل وړاندیزونه د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلې بڼه د اعلان له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د معیار او کیفیت ادارې تدارکاتو آمریت ته چې په صنعتي ښارګوټي، له نوې سړک تېر، کابل-جلال اباد لویه لاره کې موقعیت لري، وسپاري.

  • یادونه: ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د وړانډیز پرانیستلو غونډه: د آفر پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور مېاشتې په ۱۶ مه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په دریم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۰ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د اوزان او مقیاس ریاست د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د آزمایښتون توکو د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ بلنه

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اوزانو او مقیاسونو ریاست د مرکز د قانوني مترولوژۍ د فعالولو او د آزمایښتون (لابراتوار) . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۲۷ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د تړون (قرارداد) د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړوندو آزمایښتونونو (د ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۸:۵۱ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د کیفي تایید لیکونو ریاست لپاره د دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ بلنه

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کیفي تاییدلیکونو ریاست د اړتیا وړ دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د اړتیا وړ توکو پروژه