اړوندو څانګو ته د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس لارښونه

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۹:۱۹
اړوندو څانګو ته د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس لارښونه

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس:

د تصدیق پاڼو وېش مهمه چاره ده، په دې پروسه د شونتیا تر بریده چټک کار کوو.

پنجشنبه

۱۷/تله/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي دغه څرګندونې نن د رهبرۍ پلاوي په اونیزه غونډه کې وکړې. په دغه غونډه کې پر نوموړي سربېره د دې ادارې مرستیالانو، رییسانو، امرینو او کارکوونکو برخه درلوده. ښاغلي احمدزي په غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال و ویل چې هڅه کوو، په نږدې راتلونکي کې د تصدیق پاڼو د وېش پروسه پیل کړو. هغه زیاته کړه دا مهمه چاره ده او باید په دې برخه کې چټک کار وکړو.

ښاغلي احمدزي و ویل د کار د لا غوراوي په موخه دې اړونده اداري برخې د عمل پلان جوړ کړي، څو له مخې یې خپلې چارې سنمبال او په کاري پروسه مثبت اغېز وکړي. نوموړي د ادارې د کارکوونکو د وړتیا په لوړونې تاکید وکړ او په وینا یې په دې برخه کې باید ټیم وټاکل شي، څو د کارکوونکو د وړتیا په لوړولو کار وکړي. د دې ترڅنګ هغه په عوایدو تاکید وکړ چې باید ټاکلې موخې ته ورسېږي.

د غونډې پر مهال یو شمېر رییسانو او امرینو د اونۍ په اوږدو کې د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ ،

د غونډې په پای کې ښاغلي احمدزي د چارو پر لا چټکیا تاکید وکړ او په خبر یې چې باید په لږه موده کې زیاتې موخې ترلاسه کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

اړوندو څانګو ته د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس لارښونه