د ترافیکي قوانینو او د موټر چلوونکو د مکلفیتونو په برخه کې روزنیز پروګرام د سټنډرډ ملي ادارې په تالار کې جوړ شو

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۵
د ترافیکي قوانینو او د موټر چلوونکو د مکلفیتونو په برخه کې روزنیز پروګرام د  سټنډرډ ملي ادارې په تالار کې جوړ شو

په تخنیکي او عملیاتي برخو کې د موټر چلوونکو مکلفیتونو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د سټنډرډ ملي ادارې د روزنیزو په تالار کې ترسره شو. دغه برنامه چې د ترانسپورت وزارت په همکارۍ جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو رئیس محترم مولوي محمد عبدالله السیف، د ترانسپورت وزارت استازو ،کارپوهانو اومسوولینو ګډون کړی و. 
د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو رئیس میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پروګرام له ترسره کولو یې مننه وکړه. هغه په ​​سړکونو کې د اصولو او مقرراتو رعایت مهم او حیاتي وباله او له موټر چلوونکو یې وغوښتل چې دغه پروګرام په لېوالتیا او جديت زده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ترافیکي قوانینو او د موټر چلوونکو د مکلفیتونو په برخه کې روزنیز پروګرام د سټنډرډ ملي ادارې په تالار کې جوړ شو