د حلالو خوړو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

ihsan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۵۲
د حلالو خوړو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

د حلالو سټنډرډونو اړوند د تخنیکي کمېټې غونډه د سټنډرډونو او ملي ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو د رئیس مولوي محمد حنیف،همدغه راز د یادې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه  شوې وه.

په دې غونډه کې د حلال خوراکي توکو د سټنډرډونو په اړه د نظر نوي کیدو د مسودې د وروستي کولو او نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او د نظرونه تبادله وشوه.

دا سټنډرډ اساسي اړتیاوې راپېژني چې باید د خوراکي توکو په ځنځیري مرحلو کې (له خامو توکو تر وروستي محصول) د تولید، پروسس، توزیع، زیرمه کولو، د خوارکي توکو ځای په ځای کولو او د محصول د جوړونکو توکو له تولید څخه د خوراکي توکو تر مصرف پورې ټولې مرحلې  پکې شاملې دي، چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې باید رعایت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د حلالو خوړو اړوند تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه