د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د تخنیکي کمېټې TC3غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۰:۴۰
د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د تخنیکي کمېټې TC3غونډه ترسره شوه.

په سټنډرډ ملي اداره کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د تخنیکي کمېټې (TC3)غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د علومو اکاډمي د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز رییس سر محقق محمد یاسین، د اوبو او خوړو د کیفیت کنټرول د لابراټوار عمومي مدیر بصیر احمد فقیري، د پوهنتون استادانو او کارپوهانو برخه لرله.

د کمېټې په غونډه کې د شپږو سټنډرډونو له ډلې د مېوې، سبزۍ او په دې پورې د اړوندو محصولاتو د ازمېیښت د تګلارې پر درېیو سټنډرډونو او د صنعتي کارونې لپاره د سوډیم کلورایډ د ازمېيښت د تګلارې پر درېیو سټنډرډونو کار ترسره شو.

په دغه ناسته کې د تخنیکي کمېټې د راتلونکو غونډو د جوړولو پر څرنګوالي هم بحث ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د تخنیکي کمېټې TC3غونډه ترسره شوه.