د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۰
د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه.

دوشنبه

۲۸/تله/۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال او د سټنډرډ عالي شورا رییس استاد سرور دانش په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د دې ادارې مرستیالانو او د شورا غړو ګډون درلود.

ښاغلي احمدزي د غونډې په پیل کې د شورا غړو ته د ادارې د فعالیتونو په تړاو هر اړخیز راپور وړاندې کړ. په معیاري ډول د پمپ سټېشنونو د رغولو تګلاره، ۲۷ تازه سټنډرډونه، د سمنټو د بیې ټاکل او د معادلت د میکانیزم تګلاره د بحث محور و. هغه دغه راز پر سوداګرو غږ وکړ چې د بې کیفیته توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ ښاغلي دانش له دغې ادارې څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او له نورو ادارو سره پر همغږۍ یې ټینګار وکړ. نوموړي پر نورو اړوندو ادارو غږ وکړ چې له سټنډرډ ملي ادارې سره هر اړخیرزه او متداومه همکاري ولري.

په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د خوړو د خوندیتوب د مدیریت سېسټم، د طبي لګښتونو لپاره ترزیقي وسایلو، کانونو، د سون، نفتي او ودانیزو توکو، چاپېریال ساتنې، لمریزې برښنا او ماین پاکۍ په برخو کې د ۲۷ وړاندې شوو سټنډرډونو په تړاو هم بحث وشو.

د ناستې په اوږدو کې پر یادو سټنډرډونو تر بحث ورورسته د پرېکړې له مخې دغه سټنډرډونه په پرنسیب کې تایید شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ عالي شورا غونډه ترسره شوه.