د سټنډرډ ملي ادارې او د مالیې وزارت تر منځ د لا همکارۍ په موخه کډه ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۵۶
د سټنډرډ ملي ادارې او د مالیې وزارت تر منځ د لا همکارۍ په موخه کډه ناسته ترسره شوه.

دو شنبه

۳۱/غبرګولی/۱۴۰۰

دغه غونډه چې د سټنډرډ ملي ادارې پر تشکیل بحث، د دې ادارې د کارکوونکو د معاشونو لوړولو، او د انسا ادارې او د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه جوړه شوه، د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس انجنیر ذبیح الله زیارمل د مالیې وزارت له سرپرست محمد خالد پاینده سره د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې لیدنه وکړه چې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او یو شمېر اړونده مسوولینو په کې برخه لرله.

ښاغلي زیارمل د سټنډرډ ملي ادارې د تشکیل په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او په وینا یې چې انسا یوه تخنیکي او تخصصي اداره ده او مهمې او حیاتي دندې په غاړه لري. نوموړي په دغه اداره کې د ۷۰ خالي تخنیکي او مسلکي بستونو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. هغه و ویل د تخنیکي او فني چارو د مخ ته بېولو لپاره لږ تر لږه ۴۱ (NTA) بستونو ته اړتیا ده.

ښاغلي پاینده دغه راز له سټنډرډ ملي ادارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه او او د شته ستونزو او خنډونو د بنسټیز حل په موخه د یوه پروپوزل او د معاشونو د سکل نوې طرحې لپاره د یوه پروپوزل په چمتو کولو یې ټینګار وکړ.

د دې ترڅنګ په ولایتي څانګو کې د دفتري امکاناتو او تجهیزاتو، د کارکوونکو د معاشونو لوړولو او په خالي بستونو کې د مسلکي او تخنیکي کارپوهانو پر ګمارنه بحث وشو. د ناستې په پای کې د سټنډرډ ملي ادارې او ګمرکونو عمومي ریاست تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه د یوه ګډ هوکړه لیک پر ترتیب بحث وشو چې له مخې به یې د دواړو لوریو مسولیتونه مشخص شي او چارې به په غوره توګه پر مخ بېول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د مالیې وزارت تر منځ د لا همکارۍ په موخه کډه ناسته ترسره شوه.