د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه او په تخنیکي او اداري برخه کې نوي رییسان معرفي شول.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۳۱
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه او په تخنیکي او اداري برخه کې نوي رییسان معرفي شول.

یکشنبه

۱۳/چنګاښ/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه چې رییسانو، سلاکارانو، امرینو او نورو مسوولینو په کې برخه درلوده چې په بېلا بېلو موضوعاتو بحث ترسره شو.

په دغه ناسته کې ښاغلي زیارمل د ادارې په بېلا بېلو برخو کې پر تغیراتو بحث وکړ او اړینه یې وګڼله، څو د اداري چارو د سمون او د هېواد د کیفیت ملي بنسټ پیاوړتیا په موخه مثبت تغیرات رامنځته کړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام 12/4/1400 نېټې د 1189 شمېرې حکم پر بنسټ په بېلا بېلو برخې کې لاندې ګمارنې ترسره شوې:

اغلې ساناز سلیمي د لوړو زده کړو لرونکې د تخنیک عمومي ریاست د سرپرستې په توګه

ښاغلی محمد وحید نوري د لوړو زده کړو لرونکی د اداري او مالي چارو عمومي ریاست د سرپرست په توګه

ښاغلی سید جلال مسعود د لوړو زده کړو لرونکی د دفتر ریاست د سرپرست په توګه

ښاغلی باسط احمد د لوړو زده کړو لرونکی د مطابقت ارزونې ریاست د سرپرست په توګه

ښاغلی حکمت الکوزی د لوړو زده کړو لرونکی د مالي ریاست د سرپرست په توګه

خواجه عبدالخالق صدیقي د لوړو زده کړو لرونکی د بشري سرچینو د سرپرست په توګه

د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ پلاوي د تازه ګمارل شوو رییسانو د دندو مبارکي و ویله او په چارو کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

د دې ترڅنګ په غونډه کې د کیفي تصدیق پاڼو د ورکړې، د شته او تازه لابراټوارونو عیارول او فعالول، په هېواد کې د وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او د غیر معیاري توکو مخنیوی، د انسا ادارې د عوایدو د کچې لوړول، د بهرنیو هېوادونو له سټنډرډ ادارو سره د اړیکو پیاوړتیا، له اداري فساد سره مبارزه، د ودانیو په رغولو کې د ودانیزو ملي کوډونو پلي کول، د انسا ادارې ډيجيټل کول، په افغاني کیفیت لرونکو محصولاتو او تولیداتو د سټنډرډ د نښان کارول او په همدې توګه لسګونه نور مهم بحثونه ترسره شول.

ښاغلي زیارمل ولسمشر ته د ادارې د عمومي وضعیت د راپور ورکولو یادونه وکړه او په خبره یې چې دا راپور د وضعیت، طرحو، پروګرامونو، د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکو او ګواښونو تحلیل او څېړنه ده چې له نېکه مرغه د ولسمشر له لوري قبول شوی دی چې د ادارې لپاره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

نوموړي په اداره کې مسلکي پرسونل د اړتیا پر تشخیص او د وړتیا لوړونې او دغه راز د سېسټم جوړونې پر ایجاد ټینګار وکړ او ویې ویل چې اداري پروګرامونه او پلانونه باید د سېسټم له مخې وي. هغه همدا راز په نږدې راتلونکي کې په کورني او نړیواله کچه د پیاوړو او جدي پروګرامونو د رامنځ ته کولو خبر ورکړ.

د ناستې په پای کې لوی رییس د خصوصي پانګې د جلب په موخه د بستو او فرصتونو په اړه د طرحې ایجاد او همدارنګه یو شمېر نور موضوعات لکه؛ له چاپېریال ساتنې، ښاروالۍ او برښنا شرکت سره د ناستو ترسره کول دي، څو په ودانیو کې د برښنا انرژۍ د ضایع کېدلو د مخنیوي په بنسټیزو حل لارو چارو خبرې وکړي او په دې تړاو یې اړوندې برخې ته سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه او په تخنیکي او اداري برخه کې نوي رییسان معرفي شول.