د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۷:۵۳
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.

۲۱/ وری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ جوړه شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او اړوندو مسوولینو په کې برخه درلوده.

په غونډه کې د روان مالي کال پر پروژ، عوایدو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو. ښاغلي احمدزي د پروژو پر ژر عملي کېدلو ټینګار وکړ او د دې ترڅنګ یې په دې برخه کې د لا چټکیا سپارښتنه وکړه.

د غونډې په جریان کې اړوندو مسوولینو د تېرې یوې اونۍ کاري راپورونه وړاندې کړل او د مشرتابه پلاوي له لوري یې تر اورېدو وروسته په اداره کې د چارو د لا غوراوي او انسجام په موخه جدي او سالمې سپارښتنې ترلاسه کړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه.