د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او څرمنې تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۵۱
د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او څرمنې تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او چرم د سټنډرډونو جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه د اړوندې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د لاندې سټنډرډونو مینوت تائید شو:

  • د بوټ د تلو (سبتلې) د ابعادو پاېښت د ازمایښت کړنلاره
  • د څرمنو (چرم) فزیکي او میخانیکي ازمایښت – د یوې حاشیې د څیرېدو د فشار ټاکل
  • د چرم د اوبو بخار د جذب د ازمایښت کړنلاره

همداراز، د لاندې لومړنیو مسودو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول:

  • د چرم فزیکي او میخانیکي ازمایښت – د دوو حاشیو د څیرېدو د فشار ټاکل
  • د کیمیاوي، فزیکي، میخانیکي او د چرم د رنګ د پاېښت ازمایښت لپاره د نمونې د اخیستلو د ځای ټاکل.

ورپسې، د ۱۴۰۴ کال د کمیټې پلان او د راتلونکي کال لپاره د جوړونې وړ معیارونه هم وڅېړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او څرمنې تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه