د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۲:۵۲
د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو د رئیس مولوي محمد حنیف، ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې په انجنو کې د ډیزلي غوړیو په ځانګړتیاوو او ورته موضوعاتو باندې بحث او د نظرونه د تبادله وشوه. ددې سټنډرډ د جوړونې موخه په انجنو د مناسبو او کیفیت لرونکو غوړیو د ځانګړتیاوو ټاکل دي.

یاد سټنډرډ د وسایطو د غوړیو د کیفیت تضمینولو، د وسایطو د اِنجنو د عوارضو کمولو، د چاپیریال ساتنې، اقتصاد څخه د ملاتړ، د نړیوالو معیارونو سره همغږي او د مصرف کوونکو د حقوقو ساتنې لپاره ډېر ارزښت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه