د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د داوطلبۍ خبرتیا

org_admin
Invitation to Bid

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

سټنډرډ ملي اداره له ټولو شرایطو پوره وړاندیز کوونکو ته بلنه ورکوي چې ددې ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارک داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.

محترمو وړاندیز کوونکو ته دا زمینه برابره شوې چې د شرطنامې سافټ نقل په وړیا ډول د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه په فلش ډیسک کې تر لاسه کړي.

وړاندیزونه باید د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل پر بنسټ، سر تړلي(سربسته)، د خبرتیا د خپرېدو نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سټنډرډ ملي ادارې، د تدارکاتو آمریت ته چې د صنعتي ښارګوټي، د سرک نو څخه تیر، د کابل– جلال‌آباد لویې لارې ته نږدې موقعیت لري، وسپارل شي.

ناوخته رسیدلي او انټرنټ له لارې لیږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د تضمین وړاندیز (آفر) باید د بانکي تضمین په بڼه د (۶۸۴۵۰۰) شپږ سوه، څلور اتیا زره، پنځه سوه افغانیو په ارزښت وي.

د وړاندیزونو د خلاصولو ناسته به د اعلان له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې د دریم پوړ په تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.

Documents

د تدارکاتو خبرتیا

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۳ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا

د معیار او کیفیت اداره ټولو پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه اوبلن (مایع) ګازو د تدارک او چمتو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۳ واقع سرک نو شاهراه کابل جلال آباد ساحه پارک های صنعتی نا رسیده به ریاست سابقه افسوتر کابل
Background image

د قرارداد د ورکړې پرېکړې د خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې دننه د سیوري جوړولو (سایه‌بان)، له لرګینو او پی وي سي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کابل ولایت د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د لابراتواري وسایلو د چمتو کولو . . .

Back to tenders

د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د داوطلبۍ خبرتیا